په سالنګونو کې د ډیرې واورې له امله لارې د موټرو پر مخ تړلي

په سالنګونو کې د ډیرې واورې د وریدو له امله دغه لار د موټرو او خلکو پر مخ تړل شوې ده.

د ازادۍ راډیو د خبریال د معلوماتو له مخې په دغه لاره کې ۱۲۰ سانتي متره واروه وریدلې او د سالنګ په جنوبي برخه کې تونل ته نږدې برف کوچونه هم راغلي چې د موټرو او خلکو تګ راتګ یي له ستونزو سره مخ کړې دې.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مشر جنرال رجب ازادۍ راډیو ته وویل، چې شاوخوا ۴۰۰ کسان یې له پرمختللو تخنيکي وسایلو سره ګمارلي څو دغه لاره پاکه کړي.

هغه له ټولو خلکو وغوښتل، څو لارې نه وي خلاصې شوي، په دې لاره دې تګ راتګ نه کوي، ځکه د هغه په وینا د نورو برف کوچونو د راتلو امکان هم شته.