امریکا پرون د ایران د تیلو د وارداتو د بندولو په اړه د اروپایي هېوادونو د یوه مقدماتي توافق هرکلۍ وکړ او هغه یي یو ښه خبر وباله.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند خبریالانوته وویل، چې واشنګتن هیله لري نور هېوادونه هم ورته ګام پورته کړي:
،،موږ نه یواځې د اروپا په څیر ځایونو کې له خپلو نژدې متحدینو او شریکانو سره د داسې ګامونو تمه لرو بلکې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونه څخه یي ځکه لرو چې موږ په دې باور یو چې دغه ګامونه په ایران باندې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو سره سم اخیستل کېږي او موږ فکر کوو چې د تیلو د سکتور له لارې کولای شو ایران متوجه کړو.،،
دغه بندیزونه د ایران د جنجالي اټومي پروګرام په ارتباط په دغه هېواد لګول کېږي.
د فرانسی بهرنیو چارو وزیر الان جوپیه پرون د چهارشنبې په ورځ وویل، د اروپایي اتحادیي بهرنیو چارو وزیران به په بروسلز کې د روانې میاشتې په پای کې په خپلې غونډې کې له ایرانه د تیلو د وارداتو د بندولو فیصله وکړي.
د فرانسې خبري اژانس وایي، د اروپایي اتحادیي هېوادونو تیر کال په مجموع کې خپل پنځه اعشاریه اته په سلو کې تیل له ایرانه وارد کړي دي.
ایران له روسیي، ناروې، لیبیا او سعودي عربستانه وروسته د اروپایي اتحادیي هېوادونو ته د تیلو پنځم لوی صادروونکې هېواد دی.