پکتیکا: پر افغان او نړېوالو ځواکونو وسله وال برید شوی

د پکتیکا چارواکي وایي، چې تیره ورځ په برمل ولسوالۍ کې د ایتلاف او ملي اردو پرکاروان د وسله والو مخالفینو له خوا برید وشو.

د پکتیکا د همغږې د شورا مسوول دادالله ازادي راډیو ته وویل، چې په دې جګړه کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او د ایتلاف یو سرتیر ټپي شوی دی.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې جګړه کې پنځلس افغان اوبهرني سرتیري وژلي دي.