د اوکراین د مخالف ګوند مشره په یوې ځانګړې خونې کې ساتل کیږي

په اوکراین کې د زندان مسولین وايي چې د مخالف ګوند مشره یولیا تیموشینکو په داسې خونه کې اچول شوې چې څلرویشت ساعته د څراغ تر رڼا لاندې ده او کمرې يې څارنه کوي .

د زندان مسول ″ایوان پيروشکین ″ پرون (سې شنبې) ژورنالیستانو ته وویل:

″د کمرو څارنه غیر قانوني کار نه دی. د دایمي رڼا موجودیت د کمرې د څارنې لپاره ضروري ده.″

د یولیا تیموشینکو مدافع وکیل دا وضعیت غیر انساني بللی او ویلي دي، چې د میرمن تیموشینکو د خوب ځای په مستقیم ډول د څراغ تر رڼا لاندې دی او خوب نه شي کولای.

یولیا تیموشینکو له خپل صلاحیت څخه د ناوړه استفادې په خاطر په اوه کاله بند محکومه شوې ده.