امریکا: یو جرمنی د اور اچونو په تور نیول شوی

د لاس انجلس پولیسو د جرمني یوتبعه د اوراچولو له پنځوسو څخه په زیاتو پیښو کې دلاس لرلو په تور نیولی؛ چې د نوی کال په رخصتیو کې د هالیووډ په سیمه کې پېښې شوې وې او په خلکو کې یې ویره خپره کړې وه.

پولیسو دغه سړی ۲۴ کلن ″هری بورخارت″ ښودلی او ویلي یې دي، چې نوموړی په دغه جرم تورن شوی دی.

د لاس انجلس ښاروال وویل، چې په هالیووډ او شاوخوا سیمو کې د اوراچولو عمدي پیښو موټرو او ودانیو ته شاوخوا درې میلیون ډالر ته تاوان پیښ کړی دی.