کندهار: په چاودنه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کندهار امنیتي چارواکي وایي، چې نن له غرمې وروسته په یوه ځان وژونکي برید کې درې ملکي وګړي وژل شوي او د درېو پولیسو په ګډون لس ملکي وګړي ټپیان دي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونمل رحمت الله اطرافي ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د کندهار ښار په چوڼۍ سیمه کې د پولیسو په تلاشي کې شوي.

نوموړی وایي، حمله کوونکی په موټر سایکل سپور و او د پولیسو په تلاشي کې پر ځان تړل شوي چاودیدونکي توکي یې والوزول.

بل خوا د میرویس روغتون ډاکټران وایي، چې پنځه مړی او پنځلس ټپیان ور وړل شوي دي چې په وژل شويو کې یو پولیس شامل دی او په ټپیانو کې هم ډېري کسان پولیس دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.