پولنډ یو روسی څارنوال ونیو

پولنډ پرون يو روسي څارنوال ونيوه، چې د روسيې حکومت د غيرقانوني قمارخانو په شبکه کې د لاس لرلو په تور د هغه د ورسپارلو غوښتنه کوله.

د پولنډ د کورنيو استخباراتو ادارې، چې ويل کېږي، روسي څارنوال الکساندرايګناتينکو يې نيولي، په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

الکساندرايګناتينکو هغه مهال ونيول شو چې د پولنډ په جنوب کې د تاترا غرنۍ تفريحي سيمې ته روان و.

ده غوښتل چې د دې غرنۍ سيمې په زاکوپانې تفريح ځاي کې له خپلې ښځې او ماشوم سره وويني.

راپورونه وايي چې دي ليتوانيايي پاسپورت لري.
روسيې د مارچ په مياشت کې د ده د نيولو حکم صادر کړي و.