نیویارک: پر یوه جومات یو اورین بم ولګید

د نيويارک ښاروال پرون وروسته له دې غوسه څرګنده کړه، چې يو اورين بم پر يوه جومات ولګېده.

پوليس وايي، چې په دې اړه تحقيقات کوي، چې ايا دا عمل قصدي و او کنه و.

په نيويارک کې د امام الخويي بنسټ د ودانۍ مخکينۍ دروازه په هغه اورين بم زيانمنه شوه، چې د دوشنبې په شپه ناوخته ورغورځار شو.

د پېښې ځای ته نژدې دوې نورې ورته حملې هم شوي، چې يوه يې د مسلمانانو پر يوه دوکان شوې ده.