وروسته له هغې چې ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د خلکو کورونو ته د بهرنیو عسکرو د ننوتو سملاسي بندیدل وغوښتل افغان حکومت وايي، ناټو ځواکونو د شپې عملیاتو لپاره یوه نوې طرحه وړاندې کړې ده.
د جمهوري ریاست له مطبوعاتي دفتره په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د ملي امنیت په شورا کې د شپې له خوا د افغان او نړېوالو ځواکونو د ګډو عملیاتو د څرنګوالي په اړه په دې نوې طرحې خبرې وشوې.
د اعلامیې له مخې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ په دې غونډه کې د ملي امنیت شورا ته دنده ورکړل شوه، چې له ایتلافي ځواکونو سره دې د دې نوې طرحې په بشپړولو کار وکړي.
د نوې طرحې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
په عین حال کې په دې غونډه کې ویل شوي، چې یو شمېر قومندانانو د خپلو اهدافو لپاره په غیر مهمو ځایونو کې سیمه اېز پولیس په دنده ګمارلي دي،اعلامیه وايي چې د ملي امنیت شورا به دا مسئله لا ډیره وڅیړي.