د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي پرون په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره پر ځينې مهمو مسلو خبرې کړې دي.
په دې اړه د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي، چې محمود خان اڅکزي، د سیمې د پیژندل شوې سیاسي او فرهنګي څيرې خان عبدالصمدخان اڅکزي د څلویښتم تلین د لمانځلو په خاطر د افغانستان د علومو د اکاډیمۍ د هڅو مننه کړې ده.
کابل ته د محمود خان اڅکزي په مشري تللي هیت د پښتنو او بلوڅو د ملي مبارزینو په اړه د اکاډمیکو څيړنو د ترسره کیدو وړاندیز کړی دی.