ويل شوي چې اسرائيلي او فلسطيني مذاکره چيان به تر يوه کال له زياتې مودې وروسته د لومړي ځل لپاره سره وګوري او د سولې د ځنډول شوېو خبرو پر بيا پيل به بحث وکړي.
چارواکو ويلي، دغه خبرې به سبا په اردن کې، د منځني ختيځ د نړېوالو منځګړو د غونډې په څنګ کې وشي.
چارواکو زياته کړې، د فلسطيني او اسرائيلي لوريو ترمنځ به دغه خبرې رسمي بڼه ونه لري.
د فلسطين ولسمشر محمود عباس پرون يوه فلسطيني ټلويزيون ته په خبرو کې په دې باب څرګندونې وکړې:
”دا هغه شېبه ده، چې موږ يي په اړه خبرې کړې وې، زه یې همدا اوس اعلانوم. لکه څنګه چې د سپټمبر پر 26 مه څلورګوني منځګړي ويلي وو، چې په درېيو مياشتو کې به دواړه لوري ډېر سره نژدې کوو. که د ۲۶ مې نیټې هڅې بريالۍ نه شي، موږ بیا نورې خبرې هم لرو.)
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلېنټن د دې اعلان هرکلى کړى دى.