فيضي: افغانستان او فرانسه ستراتیژیک سند لاسليکوي

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي

افغان ولسمشرحامد کرزي په کابل کې د فرانسې د دفاع له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د ولسمشر کرزي ویاند ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې په دې خبرو کې دواړو لوریو پریکړه وکړه، چې دا سند به د راتلونکې میلادي کال په پیل کې لاسلیک کړي.

د دې ترڅنګ په پام کې ده، چې ولسمشر کرزې اروپا ته په خپل راتلونکې سفر کې له بریتانیي او ایټالیا سره هم ورته سندونه لاسلیک کړي.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي سره مرکه