د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب قومندان جنرال مسعود جزائیري وویل چې، د هرمز د ستراتیژيک تنګي د تړلو په اړه بحث پخوا ته ګرځي.
هغه وویل، چې په ایران کې اوس د بحثونو معیار فرق لري او تر اوسه د دې وخت نه دی را رسیدلی چې د دې لاري د تړلو په اړه خبري وشي،ده په دې اړه نور توضیحات ورنه کړل.
د ایران د ولس مشر مرستیال تیره اونی خبرداری ورکړ، چې که لویدیځ پر ایران بندیزونه زیات کړي نو دوی به د هرمز تنګي د نفتو د انتقال پر مخ بند کړي.
خو جنرال جزایري د ایران د مرستیال ولس مشر خبرې دا ډول تشریح کړې چې، ایران که وغواړي دا کار کولای شي خو اوس داسي څه په پام کې نه لري.
د امریکا متحده ایالاتو ایران ته خبرداری ورکړی وو چې د هرمز لارې بندیدل به و نه زغمي.