د ٢٠١١م کال مهمې پېښې - د مرغومي ١٠ مه

نن چې د ۲۰۱۱ کال وروستۍ ورځ ده د دې کال مهمو پېښو ته کتنه کوو. دا کال هماغسي چې په نوره نړۍ کې له لوړو ژورو ډک و، د افغانستان لپاره هم د ډېرو مهمو پېښو کال و.

که له یوې خوا په دې کال کې د عربو د پسرلي په نتیجه کې ډېر رژیمونه بدل رابدل شول او مالي بحران اروپا ته ټکان ورکړ، نو له بلې خوا د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن بالاخره ووژل شو.

د ولسمشر کرزي ورور اود کندهار د ولایتي شورا رييس احمدولي کرزی او د سولې د عالي شورا رييس برهان الدین رباني هم د لسګونو نورو دولتي مقاماتو ترڅنګ په همدې کال کې ووژل شول.

د ناټو مشرانو په لیزبون کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو او افغان ځواکونو ته د خپل هیواد د امنیتي چارو د سپارلو پرېکړه وکړه.

افغانستان له هند سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ او دودیزې لویې جرګې ولسمشر کرزي ته له امریکا سره د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیکولو واک ورکړ.

په همدې کال کې څلور سوه فرانسوي او لس زره امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او بالاخره له طالبانو سره د خبرو بهیر تر بل هر وخت زیات پرمختګ وکړ تر دې چې د خبرو لپاره په قطر کې د هغوی د دفتر د پرانستلو اوازې تایید شوې.

د ولسي جرګې د امنیتي کمیسون غړی محمد نعیم لالی حمیدزی
د سیاسي چارو کارپوه میاګل وثیق
د کابل پوهنتون د سیاسي علومو او حقوقو د پوهنځي استاد سید احمد نجیب محمود
د سیاسي چارو کارپوه محمد حکیم تورسن


Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې لومړۍ برخه