رحمن الدين ناصري د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ د سياسنګ د کلي نه

له امريکا څخه دا پوښتنه کيږي، چې کله د القاعدې له خوا په 2001 کال په يولسم سپټمبر په امريکا بريد وشو، نو تاسو له دومره لرې واټن څخه په افغانستان بريد وکړ، ځکه چې هغوی، تروريستان دي او تاسو ته ترې خطرپيښيږي، نو تاسو چې بيګنا افغانان بمباروﺉ او باربار يې قتلوﺉ دا څنګه انصاف دی.

ايا د افغانو وينې ارزښت نه لري او هغه پاکستاني عسکر ستاسو بمبارۍ کې ووژل او هغوعکسل العمل ښکاره كه نو تاسو هوايي بريدونه په هغو بند کړل او د هغو په خواست مو شمسي هډه پرېښوده، نو د هغو وينې ارزښت لري.

افغان حکومت بار بارغوښتنه وکړه، چې د بيګناه افغانانو قتلول دې بند شي، خو بيا هم قتل شول او قتليږي او دا د القاعده ځاله هم نه ده نو د افغانانو ګناه څه ده؟