د تخار ولایت چارواکي وایي، د دې ولایت په زندان کې د بندیانو د نه خوړو اعتصاب پای ته رسیدلی، خو بندیانو د زندان له داخل څخه خبریالانو ته ویلي، د دوی اعتصاب دوام لري.
د تخار ولایت د امنیې قوماندان خیر محمد تیمور آزادي راډیو ته وویل، بندیانو خپل د نه خوړو اعتصاب پای ته رسولی دی.
امنیتي چارواکو خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې، چې زندان ته لاړ شي او وضعه په خپلو سترګو وګوري.
د تخار ولایت په محبس کې شاوخوا څلور سوه پنځوس تنه بندیان ساتل شوي او دغو بندیانو د زندان د ناوړه شرایطو له وجې د نه خوړو اعتصاب کړی دی.
یو شمېر بندیان وایي، دوی ته کافې خواړه نه ورکول کیږي او د زندان اوبه هم صحي نه دي.