د سمنګان پرمختګونه او نيمګړتياوې- د مرغومي ٩ مه

نن د سمنګان ولایت نوبت دی.سمنګان د افغانستان په شمال کې د کندوز، بلخ، بغلان، سرپل او بامیان ولایتونو ترمنځ پروت دی.

د دې ولایت مرکز ایبک دی خو دره صوف، فیروز نخچیر، حضرت سلطان، خرم و سرباغ او روی دوآب یې ولسوالۍ دي.

تخت رستم یې تر ټولو جالبه تاریخي سیمه ده .د دې ولایت مساحت څه باندې یوولس زره کیلومتر مربع ته دی.

د سمنګان مرستیال والي حاجي غلام سخي بغلاني مو مېلمه دی.

ښاغلی بغلاني به په سمنګان ولایت کې د شویو کارونو، بیارغونې، امنیت، د خلکو د ژوند د شرایطو، لکه اقتصاد، تعلیم او کار روزګار په اړه مالومات راکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

ولايت په ولايت - سمنګان - د مرغومي ٩ مه