احساس: د ټولو جنوبي ولايتونو مسووليت اخيستو ته تيار يو

کندهار

د چهارشنبې په ورځ د دایکنډي ولایت د امنیت چارې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.

په جنوب کې د۴۰۴ میوند زون قومندان جنرال سالم احساس ازادۍ راډیو ته وویل چې دایکنډي د امنیت په برخه کې کومه ستونزه نه لري او افغان ځواکونه کولاى شي په یوازې سر امنیت وساتي.

ښاغلي احساس په کندهار کي د ازادۍ راډیو خبریال محمدصادق رښتیني ته په مرکه کې دغه معلومات ورکړي دي.

Your browser doesn’t support HTML5

له جنرال سالم احساس سره مرکه