د کندهار ښار د پاکولو حشر وشو

نن په کندهار کې خبریالانو، ځایي چارواکو، په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازېو، د ولایتي شورا غړېو او د ښوونځیو زده کوونکو د ښار د پاکولو لپاره حشر وکړ.

په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې دغو خلکو د کندهار ښار بېلابېل واټونه پاک کړل او حشر یي لا هم دوام لري.

د قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سویلي حوزې مسوول اسدالله خالد د رسنیو له لارې د کندهار له ټولو خلکو وغوښتل، چې تل دا ډول حشرونه وکړي او خپل ښار پاک کړي.

دا په کندهار کې سږ کال دوهم حشر دی چې خلک یي د دغه ولایت خلک یي د خپل ښار د پاکولو لپاره کوي.