د ایساف دوه سرتیري په کاپیسا کې ووژل شول

په افغانستان کې میشت د ایساف ځواکونه وایي، چې په کاپیسا ولایت کې یي نن دوه سرتیري په ډزو وژل شوي دي.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سرتیري د یو داسې کس له خوا په ډزو وژل شوي، چې د ملي اردو یونیفورم یی په تن وو.

د دغو ځواکونو په وینا د پیښې په اړه تحقیقات روان دي.

د یو بل خبر له مخې افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یي د وسله والو مخالفینو د نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د کاپیسا امنيه قوماندان شاه اقا ازادۍ راډيو ته وویل، چې د عملیاتو په پایله کې تر اوسه درې تنه وسله وال مخالفین نیولي دي.