جرمني په کندز کې ۴پراختیايي پروژې پرانیستې

د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د جرمني په مرسته څلور پراختیايی پروژې پرانیستل شوې.

د خان اباد ولسوال نظام الدین ناشر ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دغو پروژو کې دې ولسوالۍ ته د یوه سرک جوړیدل دي چې د ولسوالۍ بازار د تخار او کندز له پخې لارې سره نښلوي.

د خان اباد ولسوال وویل، چې دوه ښونځي او د ولسوالۍ ودانۍ هم رغول شوي دي.

د ښاغلي ناشر په وینا د اروپايي اتحادیې په مرسته به د خان اباد د ابو لګولو سیسټم هم ډير ژر پرانیستل شي.