له شينواړو څخه الله نظر

د شينوارو په ولسوالۍ کې څو کوپراتيفونه جوړ شوي دي، خو په دې پينځه کاله کې فقط يو ځل د سپيني سري او تخم چې هغه هم ډير خراب و او خلک ېي په کرلو هم پښيمان وو، نور هيڅ سره او تخم چا زموږ کوپراتيفونو ته نه دی ورکړي.

بل مو د کاريزونو اوبه هم بيخي په وچېدو دي، نو د کرنې له وزارت د ننګرهار د کوپراتيفونو له لوي مديريت څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې زموږ لپاره د اصلاح شوو تخمونو او زموږ د کاريزونو غم وخوري.