په افغانستان کې هم ځیني خلک شته، چې له ستونزو سره د مخ کیدو په صورت کې د ځینو نورو کارونو ترڅنګ د فال د لیدلو او یا هم د ستونزې د هواري لپاره د تعویذ د جوړولو لپاره اقدام کوي.
که څه هم دیني عالمان دا کار ناروا بولي، خو له دې سره سره په کابل او د هېواد په زیاترو ښارونو کې د واټونو څنډو ته ځیني خلک لیدلې کیږي، چې د خلکو فال ګوري او یا هم ورته تعویض لیکي.
خو د روانې ډاکټرانو په وینا دا کار زیاتره هغه خلک کوي، چې د ستونزو په حل کې پاتې راغلي او مایوسه شوې وې.