د عربي ټولنې ناظرین یو ځل بیا د حمص له ښاره لیدنه کوي

ټاکل شوې چې د عربي ټولنې ناظرين نن يو ځل بيا د سوريې د حمص له ښار څخه ليدنه وکړي.

دوي د دوشنبې په ورځ دغه هېواد ته داخل شول، څو وګوري چې ايا د سوريي رژيم د عربي ټولنې له پروګرام سره چې غوښتل يي په سوريه کې نهه مياشتني تاوتریخوالی پای ته ورسوي همکاري کوي کنه؟

د حمص په ښار کې د سې شنبې په ورځ په زرګونو مظاهره کوونکو د عربي ټولنې د ناظرينو هرکلۍ وکړ.

له بلې خوا د انټرنیټ په يوه عکس کې ښودل شوي، چې له خلکو سره د ناظرينو د ليدلو پر وخت د مرميو ږغونه اوريدل کيږي.

د يوريې پوځ د حمص له ښار څخه يو شمېر ټانکونه ايستلي دي، اما مظاهره کوونکي وايي، چې د بشارالاسد رژيم غواړي په دې کار سره وښيي چې په دې ښار کې ارامي ده.