ناټو په کندهار کې ۳۰۰کیلوګرامه اپیم نیولي

د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه وایي، چې نن یي له افغان ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې درې سوه کیلوګرامه اپیم نیولي دي.

ایساف ځواکونو په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې دغه مواد د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شول.

په عین حال کې دغه ځواکونه د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو د یوه سیمه اېز قومندان د نیولو خبره کوي.

دوي وايي، چې نیول شوی کس د سړک د غاړې بمي چاودنو کې لاس لري، خو وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.