په پاکستان کې نن د پخوانۍ صدراعظمې بېنظيربوټو د وژنې څلورمه ياد غونډه لمانځل کېږي.
مېرمن بوټو د ۲۰۰۷ کال د نومبر په ۲۷مه په راولپنډۍ کې په يوه لاريون کې د تومانچې په ډزو او انتحاري حمله کې ووژل شوه.
د بېنظير بوټو خاوند د پاکستان اوسني ولسمشر اصف علي زرداري د سند ايالت ګړي خدابخش کلي ته چې د مېرمن بوټو پلرني ټاټوبي دی تللي او په پام کې ده چې هلته سلګونو کارګرانو ته چې د پيپل پارټۍ غړي دي، وينا وکړي.
زرداري په دې مناسبت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې بېنظيربوټو ته د درناوي ډېره غوره لار په پاکستان کې د ډيموکراسۍ او ډيموکراتيکو موسسو دفاع او ساتنه او د د هغو پرضد د توطئو شنډول دي.