نن نه پخوا ۳۲کاله مخکې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل کړی وو

نن سې شنبه د جدي شپږمه نېټه له هغې ورځې سره سمون خوري، چې له نن نه دوه دیرش کاله مخکې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل کړی وو.

پر افغانستان د ۱۳۵۸ د یرغل په ترڅ کې د حفیظ الله امین حکومت ړنګ شو، له دغې ورځې یو شمېر افغانان ډيرې ترخې خاطرې لري.

د پخواني شوروي اتحاد د یرغل په هکله به له ازادۍ راډیو نه نور رپوټونه هم خپاره کړو.