ننګرهار: د ښونې او روزنې د پوهنځي لپاره نوې ودانۍ جوړه شوه

د ننګرهار پوهنتون د ښونې او روزنې پوهنځي لپاره یوه نوې ودانۍ ترجوړیدو وروسته ګټه اخیستنې ته وړاندې شوه.

د ننګرهار د پوهنتون رییس محمد صابر مهمند ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول په نهو میاشتو کې ورغول شوه.

دغه ودانۍ دولس درسي خونې لري، چې د ″روټري″ کلپ سنټیاګو موسسې له خوا پرې کابو درې لکه امریکایي ډالره لګښت راغلی.

بل خوا نن د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د کلیو او پراختیا وزارت له خوا د یوه سړک د بیارغونې کار پیل شو.

د شینوارو ولسوال سیف الله بیدار ازادي راډیو ته وویل، چې د دې سړک له جوړیدو څخه به کابو شپږ سوه کورنۍ ګټه پورته کړي.