د هوا د ککړوالي لاملونه (د مرغومي ۶مه)

لکه څنګه چې لیدل کیږي د کابل هوا ورځ تر بلې ګردجنه او دودغړنه کیږي، ځکه خو له خلکو سره دا اندیښنه ده چې دوي به څنګه روغ ژوند ولري، د هوا د ککړتیا لاملونه ډیر دي خو تر ټولو لوی علت یې په حمامونو کې د داسې توکو سوځول دي چې له حد ډیر دود لري.

کله چې موږ د ښاروالۍ له مسولو کسانو سره د حمامونو له امله د هوا د ککړتیا مسله شریکه کړه، د مارکیټونو د تنظیم رئیس خیرمحمد صفدري وویل، چې دوي ټول حمامونه څاري هغوي داسې څه نه سوځوي چې دود یي خلکو ته ستونزې پیښې کړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د کورکلي خپرونه