د سوډان وسله وال ځواکونه وایي، چې د هیواد په لویدیځ دارفور سیمه کې یې د یوې یاغي ډلې یومشر، چې ویل کیږي، په یاده سیمه کې به ترټولو ځواکمنه یاغي ډله وي، وژلی دی.
د سوډان پوځ وویل، خلیل ابراهیم چې د عدالت او مساوات د غورځنګ مشر و، له سوډاني ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی. خو د دغې یاغي ډلې ویلي، چې هغه له دولتي ځواکونو سره په نښته کې نه بلکې په هوایي برید کې وژل شوی دی.
د عدالت او مساوات د غورځنګ مشر یوه اونۍ وروسته له هغې وژل کیږي، چې دې ډلې ویلي وو، چې وسله واله مبارزه به له دارفورڅخه د پایتخت خارطوم پر لورې وغزوي.