صديقي: د تالقان په بريد کې نژدې ٢٠ کسان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د تالقانو په نننۍ حمله کې د ولسي جرګې د یو غړي مطلب بیګ په ګډون ټول نولس کسان وژل شوي او شاوخوا څلویښت نور ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته په یوه مرکه کې وویل، چې پولیس په سیمه کې په تحقیقاتو بوخت دې، څو د حملې عاملین ونیسي.

دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال حمید مهمند کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

له صدیقي سره مرکه