نایجریا:کلیسا ته نږدې چاودنه شوې

راپورنه وايي، د نایجریا پایتخت ته نژدې نن په یوې کلیسا کې د کرمیس په سهار چاودنه وشوه.

د نایجریا د عاجلو پیښو د ملي ادارې ویاند وايي، دا پیښه په تریسا کلیسا کې چې پایتخت ابوجا ته نیژدې موقعیت لري وشوه.

هغه ویلي، چې تلفات یي لرل، خو جزییات یي نه دي بیان کړي.
سمدستي چا د پیښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.