د کورنیو چارو وزارت وایي، چې په فراه ولایت کې پرون ماښام د ملا طیب په نوم د طالبانو یو قومندان وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې ملا طیب د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د پولیسو د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی.
د کورنیو چارو وزارت دغه راز په یوه بله خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په عملیاتو کې دیرش تنه وسلوال مخالفان د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا وژل شوي او اوه تنه نور نیول شوي دي.
وسلوالو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.