د مصر د انتخاباتو کمیسیون تیره ورځ وویل، دوو اسلام پالو سیاسي ډلو د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې زیاتې رايي ګټلې دي.
له اخوان المسلمین پورې مربوط سیاسي ډلې ازادي او عدالت په سلو کې څه د پاسه شپږ دیرش او د النور ګوند په سلو کې څه کم نهه ویشت رايي تر لاسه کړي دي.
د انتخاباتو په دې دوهم پړاو کې د مصر لیبراله ګوند (وفد) په دریم مقام کې دی.
دا په مصر کې د ولسي پاڅون په نتیجه کې د حسنې مبارک د دیرش کلنې واکمنۍ له ړنګیدو وروسته لومړني ازاد انتخابات دي، چې ترسره کیږي.