کیوبا درې زره بندیان خوشې کوي

د کیوبا کمونست حکومت اعلان کړی، چې په راتلونکو څو ورځو کې به شاوخوا درې زره بندیان د بشري دلایلو پراساس خوشي کړې.

د کیوبا جمهور رییس راول کاسټرو وویل، دې هېواد ته د نړۍ د عیسویانو د مذهبې مشر ″پاپ بیندیکت″ سفر هم د دغو بندیانو د خوشې کولو یو دلیل دی.

کاسټرو زیاته کړه، په دې بندیانو کې د ۲۵ هیوادونو شپږ اتیا بندیان هم شامل دي، چې په کیوبا کې د جرمونو په ترسره کولو بندیان دي.

کیوبایي چارواکو ویلي، په خوشې کیدونکو بندیانو کې امریکایي تبعه ایلن ګروس چې په پنځلس کاله بند محکوم دی، شامل نه دی. کیوبا، ایلن امریکا ته په جاسوسۍ تورن کړی، خو امریکا مخکې ویلې وو، نوموړی په کیوبا کې یهودیانو ته د انټرنټ د اسانتیاو په برابرولو کې مرسته کوله او باید سمدستې خوشې شي.

د نړۍ د عیسویانو مشر ویلي، د راتلونکي اپریل میاشتې په مذهبې رخصتیو کې به کیوبا ته سفر وکړي.