له پاکستان څخه راپورونه وایي، د پاکستان په شمال لویدیځ د بنو ښار کې په نننۍ ځان وژونکې حملې کې لږ ترلږه ۶ کسان وژل شوي او یوشمېر عسکر په کې ټپیان دي. په خبر کې ویل شوي، حمله کوونکي د سرحدې ملیشو یو کمپ په نښه کړی و.
اسوشیېټدپرېس اژانس د پاکستاني طالبانو د ویاند احسان الله احسان له خولې وایي، دا حمله پاکستانې طالبانو کړې ده.
احسان وایي، د سرحدي ملیشو په کمپ باندې حمله یې د طالبانو د یوه قوماندان د وژنې په غچ کړی، چې په دې وروستیو کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په حملې کې وژل شوی و.