تراوسه لس زره امریکايي سرتېري له افغانستانه ایستل شوي

د جمعې په ورځ امریکايي پوځي افسرانو ویلي، د ولسمشر اوباما له خوا له ټاکلي ضرب الاجل سره سم یې مخکې له دې، چې روان عیسوي کال پوره شي، له افغانستان څخه د لس زرو امریکايي سرتیرو ایستل بشپړ کړي دي.

دا د هغه پلان، چې له مخې به یې تر ۲۰۱۴ م کال پورې ټول جګړه کې ښکیل امریکايي سرتيري له افغانستان څخه وځي لومړی پړاو دی.

د امریکا د پوځ یو ویاند بیل سپیک د فرانسې خبري اژانس ته ویلي ددې سرتیرو له وتنې وروسته دا مهال په افغانستان کې ۹۱ زره امریکايي سرتیري پاتې دي.

په ۲۰۰۹ کال کې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د جګړې د لورې د بدلولو لپاره دې هیواد ته د درې دیرش زرو اضافي سرتیرو د استولو پریکړه وکړه، او بیا یې چې په جګړه کې د ځینو پرمختګونو اعلان وکړ نو ولسمشر اوباما وویل چې د اضافي استول شویو سرتیرو لس زره به یې په ۲۰۱۱ م کال کې او ۲۳ زره نور به یې په ۲۰۱۲ م کال کې له افغانستان څخه وباسي.

اوس د امریکا پوځ ویلي چې د ۲۰۱۱ م کال لپاره یې د سرتیرو د کمولو ټاکلی هدف بشپړ کړی دی.