حامد کرزی د بشري حقونو د کمیسیون ۳ غړي له دندې لرې کوي

افغان ولسمشر د هیواد د بشري حقونو د خپلواک کمیسون څو تنه غړي له دندو لرې کوي.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي وايي، ولسمشر کرزی غواړي، چې نوي کسان د بشري حقونو په خپلواک کمیسون کې د دې کسانو ځای ونیسي.

ښاغلي فیضي ویلي، احمد نادر نادري، احمد فهیم حکیم او مولوي غلام محمد غریب د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون سره له څو کلن کار وروسته له کاره لرې کېږي او پر ځای به یې ولسمشر کرزی نوي کسان وټاکي.

څلورم نوی کس چې به دې کمیسون ته نوی معرفي کېږي هغه به د کمیسون د ښځینه غړې حمیدې برمکي ځای ډکوي، چې د ۲۰۱۱ م کال په پیل کې په یو ځان وژونکې حمله کې ووژل شوه.