د هغو پولینډي سرتیرو مړي، چې د چارشنبې په ورځ په غرنې کې په یوه چاودنه کې وژل شوي وو، د جمعې په ورځ خپل هیواد ته ورسیدل.
د تیرې چارشنبې په ورځ په یوه چاودنه کې چې په غزني ولایت کې وشوه، پنځه پولینډي سرتیري وژل شوي وو. دا په افغانستان کې د پولینډي سرتیرو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه وه.
له دې پېښې وروسته په پولینډ کې د حکومت مخالفو ګوندونه په سمدستي توګه له افغانستان څخه د دوه نیم زره پولینډي سرتیرو د ایستلو غوښتنه وکړه.
خو د پولینډ صدراعظم ډونالډ ټوسک وویل، حکومت یې غواړي، چې سرتیري يې تر ۲۰۱۴ کال پورې مرحله په مرحله له افغانستان څخه ووځي.