د فرانسې د پارلمان تر دې پریکړې وروسته چې د عثماني امپراطورۍ په وخت د ارمنیانو وژل کیدو ته د قتل عام نه ویل جنایت دی، انقرې له پاریس سره د خپلو سیاسي او پوځي اړیکو د تعلیق اعلان وکړ.
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان پرون په انقره کې وویل چې د فرانسې د دې حرکت ځواب د سیاسي او پوځي اړیکو پرې کول دي:
(موږ په پاریس کې خپل سفیر د مشورې لپاره راوغوښت.)
د ترکیې صدراعظم زیاته کړه، چې په خپله خاوره کې د فرانسې د پوځي الوتکو د ناستې اجازه لغوه کوي او جنګي کیشتیو ته یې په خپلو سواحلو کې د تم کیدو اجازه نه ورکوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر الن ژوپه له ترکیې څخه غوښتنه کړې، چې د شدید عکس العمل له څرګندولو ډډه وکړي.
په ۱۹۱۵ کال کې د عثمانیانو د امپراطورۍ پر مهال لږ تر لږه یونیم میلیون ارمنیان ووژل شول، خو ترکیه وايي، تلفات دواړو خواوو ته وو او دې پیښې ته د ارمنیانو د قتل عام له ویلو سره مخالفت لري.