ولسمشر میدفیدیف ظاهرا د چارواکو په وړاندې د خلکو د په مخ زیاتیدونکواعتراضونود مخنیوي لپاره، د پنجشنبې په ورځ د روسیې په سیاسي سیسټم کې د پراخو اصلاحاتو اعلان وکړ .
د خلکو له خوا د والیانو د ټاکنې د سیمه ایزو انتخاباتو بیا پيل هم د اصلاحاتو په نوي پلان کې راځي .
په داسې حال کې چې سبا ته په روسیه کې د رژیم ضد پراخې مظاهرې پلان شوې چې زرهاوو تنه به برخه په کې واخلي، ولسمشر میدفیدیف د زیاتو اصلاحاتو ژمنه وکړه:
(زه په خپل سیاسي سیسټم کې د پراخو اصلاحاتو وړاندیز کوم.
البته، ما د هغو خلکو خبرې اوریدلې چې د تغیر غوښتنه لري او پوهیږم چې موږ باید خپلو ټولو فعالو خلکو ته په سیاسي ژوند کې د ګډون قانوني موقع ورکړو.)
د اعتراض کونکو رهبرانو د ولسمشر میدفیدیف د اصلاحاتو د وړاندیز هرکلۍ کړی دی.
د اصلاحاتو په نوي پلان کې هغه شرایط هم اسان شوي دي، چې پر اساس یې خلک د جمهوري ریاست او د ولسي جرګې (دوما) لپاره ځانونه کاندیدولای شي.
خو زیات شمېر کسان ډاډه نه دي، چې د اصلاحاتو دا پلان به په قانون بدل شي او همدا راز وايي، چې دا اصلاحات ډير ناوخته اعلان شول.
په روسیه کې د یوه غیر راجستر شوي سیاسي ګوند مشر د ازادې اروپا راډیو ته ویلي چې، د اصلاحاتو اعلان د ولسمشر میدفیدیف له خوا پرمخ یو ګام وو خو اصلي ستونزه چې د چارواکو قانونیت دی نه شي حل کولای. دوي دا اصلاحات کافي نه ګڼي.
خو د جمهوري ریاست لپاره کاندید او د یوه کیڼ اړخي ګوند مشر سرګي میرونوف په دې اړه له احتیاط څخه ډکه خوشبیني څرګنده کړې ده:
(زه خوشاله یم چې ولسمشر زموږ له ګوند څخه د اصلاحاتو زیات نظریات واخیستل او اعلان یې کړل خو د قانوني اقداماتو لپاره باید لا هم صبر وکړو او له نږدې به یې څارو.)
د روسیې خبري اژانس انټرفاکس، ولسمشر میدفیدیف ته د نږدې سرچینو په حواله لیکي چې د اصلاحاتو لایحه به په څو ورځو کې د تایید لپاره ولسي جرګې (دوما ) ته واستول شي.
ټاکل شوې، چې د مارچ په میاشت کې په روسیه کې د جمهوري ریاست انتخابات وشي.