د وسلاو هاول جنازه د پراګ ماڼۍ ته انتقال شوه
Your browser doesn’t support HTML5
د چيک جمهوريت نن د دې هيواد د پخواني جمهور ریيس (وسلاف حاول) د مړيني په مناسبت درې ورځني رسمي ماتم اعلان کړی دی.
پخواني جمهور ریيس (وسلاو هاول) د يکشنبې په ورځ د ۷۵ کالو په وفات شو.
هاول په ۱۹۸۹ م ستر سوله یيز بخملي انقلاب رهبري وکړه، چې په نتيجه کې يې د هغه وخت چکو سلواکيا د څو لسيزو کمونيستي رژيم واکمني ختمه کړه.
د حاول مړي د پراګ د يوې کليسا مخې ته ايښودل شوی دی او په زرګونه خلک ورته د احترام په دود شمعې بلوي. د هغه مړی به د جمعې په ورځ خاوروته وسپارل شي.