روسیه:افراطیان به پری نږدو چې زموږ ثبات ته زیان واړوي

د روسیې ولسمشر دیمیتري مېدوېدیف نن وویل، حکومت به لمسوونکي او افراطیان پرې نږدي چې د پارلماني انتخاباتو له لانجې څخه په استفادې سره د روسیې ثبات ته زیان واړوي.

مېدوېدیف نن د روسیې د پارلمان دواړو جرګو ته په وینا کې وویل، روسیه دیموکراسۍ ته اړتیا لري، نه ګډوډۍ ته:

«موږ به لمسوونکي او افراطیان پرې نه ږدو چې ټولنه په خپلو ماجراجویانو ولړي، او بهرنیانو ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.»

مېدوېدیف په سیاسي سیستم کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه، د مرکز کریملین له لوري د سیمه ییزو والیانو د ټاکلو پرځای یې د خلکو له خوا د هغوی د مستقیم انتخاب وړاندیز وکړ.

مېدوېدیف دا څرګندونې د دسمبر د څلورمې نېټې د لانجمنو پارلماني انتخاباتو پر ضد له پراخو اعتراضونو وروسته وکړې.

اپوزیسیون وايي چې په انتخاباتو کې د واکمنې متحدې روسیې ګوند په ګټه درغلۍ شوي دي.