په بغداد کې چاودنو ۵۷تنه ووژل

په بغداد کې د روغتیا د وزارت یوه ویندوی وویل، چې نن په دغه ښار کې پر له پسې بمي چاودنو لږ تر لږه اووه پنځوس تنه ووژل.

نن د عراق په مرکز بغداد کې تر لسو زیاتې چاودنې وشوې او له دې داسي ښکاري، چې په عراق کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ د کړکېچ له رامنځته کېدو وروسته دا لومړنۍ هماهنګه حمله وي.

د روغتیا د وزارت ویندوې زیاد طارق وویل، چې په دې چاودنو کې لږ تر لږه ۱۷۰ تنه ژوبل شوي دي.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې دا بریدونه چا کړي. خو اکثره چاودنې د شیعه وو په سیمو کې شوي دي.

د عراق ايتلافي حکومت وروسته له دې له بحران سره مخامخ شوی چې د تروریزم په تور د سُني مرستیال ولسمشر طارق هاشمي د نیولو حکم صادر شو.

هاشمي پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او د سنیانو ترملاتړ لاندې العراقیه ګوند احتجاجاً پارلمان تحریم کړی دی.

د عراق صدراعظم نوري مالکي، چې شیعه دی، د کردستان له چارواکو غوښتي چې هاشمي وروسپاري.

هاشمي د کردانو خودمختارې سیمې ته پناه وړې ده.