د سړکونو د پاکولو ګډ کمپاین په کابل او یو شمېر ولایتونو کې دوام لري

د کورنیو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ د سړکونو د پاکولو په ګډ کمپاین کې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې لسګونه بې اسناده موټرو نیولي او د سړکونو له مخې یي لاس پلورونکي د هغوي لپاره ځانګړي شوي ځای ته لیږلي دي.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوه خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کمپاین تر اوسه په کابل، ننګرهار، هرات، کندهار، بلخ، غزني، کندز او پروان په ولایتونو کې پلي کړای شو، او لا هم دوام لري.

په دغه کمپاین کې د سړکونو له مخې د موانعو لیرې کول، په سړکونو کې د نظم رامنځ ته کول، د بې اسنادو موټرو درول، په ښارونو کې د درنو موټرو د ګرځيدلو مخه نیول اولاس پلورونکي د هغوی لپاره ځانګړي ځای ته لیږل شامل دي.