په کابل کې درې تنه جعلکاران نیول شوي

درې تنه هغه جعلکاران چې د یو شمېر لوړ پوړو دولتي چارواکو له لاسلیک نه یې ناوړه ګټه اخیسته ونیول شول.

د ملي امنیت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغو درې تنو رییس محمد، عبدالقادراو عطاالحق د ولسمشر د لومړي مرستیال، د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، دفاع، لوړو زده کړو، پوهنې وزیرانو، د ملي امنیت او لوی څارنوال له لاسلیکونو ناوړه ګټه اخیستنه.

د ملي امنیت ریاست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پیښې په هکله یي څیړنې روانې دي.