په هلمند کې د ښاروالۍ د شورا غړی عبدالصمد تیره شپه په خپل کور کې د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.
د هلمند د والي ویاند داود احمدي وایي، چې عبدالصمد ته څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو ګواښ کړی وو چې دنده پریږدي کنه وژل کیږي.
نوموړي څه باندې شپږ میاشتې وړاندې د ښاروالۍ د شوار لپاره د لښکري بازار د سیمې د خلکو له خوا د وکیل په توګه ټاکل شوی وو.
تر اوسه د دې وژنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.