۳۵نیوزیلانډي ځواکونه به په مارچ کې له افغانستانه ووځي

د نیوزیلانډ صدراعظم پرون اعلان وکړ، چې د دې هېواد د خاصو کوماندو ځواکونو ډله به د مارچ په میاشت کې له افغانستانه ووځي.

صدراعظم جان کې وویل، دغه ۳۵ کوماندو ځواکونه به چې په تیرو دوو کلونو کې یي په کابل کې د دې ښار د امنیت د ټینګښت لپاره د بحران د مخنیوي په نوم خاصو افغان ځواکونو ته د روزنې چارې پر مخ وړي، خپل دغه ماموریت بشپړ کړي او په مارچ میاشت کې به بیرته وطن ته ستانه شي.

د نیوزیلاند دوه کوماندو عسکر په روان کال په یوې پېښه کې ووژل شول.

د نیوزیلاند صدراعظم په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي، چې د نیوزیلاند عسکرو افغان ځواکونو ته ډیره ښه روزنه ورکړې چې دوي نن ورځ د افغانستان د ترټولو ښو روزل شوېو ځواکونو څخه ګڼل کیږي.

دغه راز د نیوزیلاند ۱۴۰ نورعسکر په بامیان کې دیره دي چې د دې ولایت د بیا رغونې د ټیم چارې پرمخ وړي.

ټاکل شوې ده، چې دغه ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې له دې هېواده ووځي.