د ترکمنستان حکومتې خبري رسنۍ وایي، د جمهور رئیس قربانګلې بردي محمدوف په مقابل کې کاندیدان رامخ ته شوي دي.
خبري رسنۍ وایي، د ډیسمبر په پنځلسمه چې کله د ترکمنستان یوازیني واکمن سیاسي ګوند ( د ترکمنستان ډموکراټیک ګوند) په اکثریت رایو او د مهمو سوداګریزو او ټولنیزو سازمانونو په ملاتړ بردي محمدوف د خپل کاندید په توګه ونوماوه، نور کاندیدان د یوې لنډې مودې لپاره را مخ ته نشول.
د ازادې راډیو د ترکمنې څانګې خبریال وایي، د بردي محمدوف په مقابل کې د داش حوض ولایت د ښاروال مرستیال رجب بازاروف، د آلاچ ولسوالۍ ښاروال میراتګیلدي جمعه ګیلدیف او د لیب اپ اوبو لګولو کمپنۍ سرپرست رئیس روزګیلدي روزګلدیف ولاړ دي.
دا ټول کاندیدان د ترکمنستان د واکمن ګوند غړي دې.
کاندیدان باید د رایو ورکولو له نیټې څخه ۲۵ ورځې مخکې ځانونه ثبت کړې.
ویل کیږي چې د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ د ۱۲ مې په انتخاباتو کې ممکن بردي محمودف په اسانۍ سره د دوهمې دورې لپاره بری حاصل کړي.