"یو پخوانی قراردادي د اداري فساد په تور نیول شوی"

په افغانستان کې د امریکا پراختیایي ادارې یو پخوانی قرار دادي د اداري فساد په تور نیول شوې دې.

د امریکا د پراختیایي ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې نیول شوی کس دین محمد رامین نومیږي او د امریکا له پراختیایي ادارې سره یي د متبادلې پراختیا د تصدۍ په شرکت کې کار کاوه.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه کس د دیسمبر د میاشتې په اتلسمه نیټه نیول شوې او دا له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د مرستې یوه برخه ګڼل کیږي.

د ادعا له مخې دین محمد د دریو زرو امریکایي ډالرو د رشوت په اخیستلو تورن دې او همدا راز هغه ته په لغمان کی د قرار داد د ورکړی، په بدل کې د یوه زره پنځه سوه امریکایی ډالرو ژمنه هم ورکړل شوی وه.

په اعلامیه کی راغلي، چی رامین به ددی جرم د ترسره کولو له مخي، په افغانی محکمه کي د لسو کلونو د بند سر بیره لس زره امریکایی ډالره جریمه شی.